تهران له ملګرو ملتونو او امنیت شورا څخه په سوریه کې د ایران پر دیپلوماتیکو تاسیساتو د برید د غندلو غوښتنه کړې

کابل- ایرنا- په ملګروملتونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی په سوریه کې د ایران په ډیپلوماټیکو او قونسلګریو د وسله والو ډلو له حملې وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا او د دغه سازمان سرمنشی ته په یوه لیک کې، له هغوی څخه وغوښتل چې دغه ښکاره سرغړونه وغندي او د ډيپلوماټيکو کارکوونکو او ځايونو د خونديتوب او د دغه ډول بريدونو د بيا تکرار د مخنيوي لپاره لازم تدابير ونيسي.

د ایرنا د خبر له مخې، په ملګروملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د دوشنبې په ورځ په سیمه ایز وخت د لیندۍ په ۱۹ مه نیټه د امنیت شورا او د ملګرو ملتو سرمنشي ته په خپل یو لیک کې زیاته کړه: دا کړنې د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون (١٩٦١) او د قونسلګرۍ اړیکو په اړه د ویانا کنوانسیون (١٩٦٣) ښکاره سرغړونه ده، کوم چې د ډیپلوماتیکو ځایونو مصونیت او د دوی د کارمندانو خوندیتوب تضمینوي.

 ایرواني زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کوي چې د ډیپلوماټیکو او قونسلګریو ځایونو او د هغوی د استازو مصونیت باید د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تل درناوی وشي. هغه زیاته کړه: هیڅ شخص، ډله یا دولت حق نه لري چې دا ډول سرغړونې وکړي او یا یې ورته زمینه برابره کړي.

 ايرواني زياته کړه: د ايران اسلامي جمهوريت د ملګرو ملتو له عمومي منشي او د امنيت له شورا څخه غوښتي دي چې دغه سرغړونې وغندي او د ديپلوماتيکو کارکوونکو او ځايونو د امنيت د تامينولو او د دغه شان بريدونو د تکرار د مخنيوي لپاره لازم تدابیر ونيسي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .